افغانستان کي يي دټاکنو ترسره کولو په اړه مهم خبر اعلان ک

د تاجيکستان جمهور رئيس له ملګرو ملتونو څخه په افغانستان کې د ټاکنو د ترسره کولو او يوه ټول شمول حکومت د رامنځته کولو له پاره د جدي اقدام غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د تاجيکستان د ولسمشر امام علي رحمان د وينا اصلي محور د افغانستان ناوړه وضعيت وو. نوموړي په خپله وينا کې په افغانستان کې واک ته د ت،ت لبانو د رسېدو له کبله انديښنه څرګنده کړه.
نوموړي وويل چې په افغانستان کې واک ته د ت،لبانو رسېدل چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ترهګرو ډلو په نوملړ کې ځای لري، د سيمې سیاسي بهير پیچلی کړی دی.
رحمان خبرداری ورکړ چې د افغانستان وروستي تحولات په ځانګړي توګه د هيواد سياسي او بشري بحران د سیمې امنيت او ثبات په جدي توګه تهديدوي.
د تاجيکستان جمهور رئيس ويلي دي، دا چې هيواد یې له افغانستان سره ۱۴۰۰ کيلومتره ګډ سرحد لري نو حکومت او خلک یې د افغانستان د اوسني بحراني وضعيت په اړه بې تفاوته نه شي پاتېدلای.
هغه زياته کړه چې ت،لبانو خپله ژمنه چې د يوه ټول شموله حکومت چې د هر قوم استازي او سياسي څېرې به پکې ګډون ولري، نه ده پرځای کړې چې دې کار جدي اندیښنې رامنځته کړي دي.

نوموړي د بشري حقونو پر پلوي سازمانونو د نيوکې په توګه وويل چې په دغه هېواد کې د نورو قومونو د مليتونو د حقونو څخه سرغړونه او همدا راز د ښاريانو آزادي په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو د حقونو څخه د سرغړونو په تړاو چپتيا غوره کړې او آن د دې وضعيت په اړه غږيږي هم نه.

 

شیئر کریں

Leave a comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *