اشرف غني خپل ملاتړ اعلان کړ

پخواني ولسمشر محمداشرف غني په خپل تازه پیغام کې ویلي، غلام محمد اسحاقزی نن ورځ په داسي حال کې د ملګرو ملتونو غونډي ته وینا کوي چې تر شا یې هیڅ حکومت او ولسي ملاتړ شتون نه لري.

نوموړي دغه پیغام نن د دوشنبې پر ورځ  خپور کړی او ویلي دي، نړیوال د دې پر ځای چې د افغانستان د ملت څخه لري شي، باید د اوسني حکومت سره تعامل وکړي، د دوی سره مرستي وکړي، د افغان ولس کنګل شوې بودیجه ورکړي او په رسمیت یې وپېژني.
غني زیاته کړې: «دا یو تریخ حقیقت دی چې موږ او زموږ پخوانۍ کابینه په افغانستان کې یوه سلنه واک هم نه لري، خو لاهم په نړۍ کې ځینو هیوادونو پخواني سفیران او استازي د خپلو موخو او په هیواد کې د نوي بحران د رامنځته کولو لپاره هڅوي او نړیوالو غونډو ته یې رابولي، چې په دې ډول د هیڅ قانون له مخي دوی د افغان ولس او حاکم حکومت استازيتوب نه شي کولای.»

نوموړي ویلي، غلام محمد اسحاقزی نن په داسي حال کې د ملګرو ملتونو غونډي ته وینا کوي، چې تر شا یې هیڅ حکومت او ولسي ملاتړ شتون نه لري، نړیوال د دې پر ځای چې له افغان ملت څخه لري شي، باید د اوسني حکومت سره تعامل وکړي. هغه زیاته کړې، نړیوال دې له دغه حکومت سره مرستي وکړي، د افغان ولس کنګل شوې بودیجه دې ازاده کړي او په رسمیت دې یې وپېژني.

شیئر کریں

Leave a comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *