په وروستى دقيقه کي غلام اسحاقزي سره څه وشول

د ملکرو ملتونو یوې ویاندې مونیکا ګرایلې په دې اړه وویل: « دغه هېواد (افغانستان) په عمومي بحث کې له ګډون څخه ځان وویست.»

ټاکل شوې وه چې تيره ورځ ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د افغانستان د پخواني حکومت استازی غلام اسحاقزی وینا وکړي او ت لبان وننګوي، خو په وروستۍ شېبه کې یې نوم له لست څخه لېرې شوی دی.
نوموړي‌ وویل چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ماموریت د دغه کار د علت په اړه څه نه دي ویلي‌.
تر دې مخکې ت لبانو د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش ته په یو استول شوي لیک کې غوښتي ‌وو چې د ت لبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دې د دغه سازمان په غونډه کې «ګډون» وکړي.
د ت لبانو په لیک کې ټېنګار شوی و چې ښاغلی اسحاقزی نور په ملګرو ملتونو کې «د افغانستان استازیتوب» نکوي. ت لبانو په دوحه کې د خپل سیاسي دفتر یو غړی سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل حکومت استازی نوماند کړی دی.
د سپتمبر په ۱۵ نېټه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر غلام اسحاقزي د ملګرو ملتونو مشر انتوني ګوتېرش ته په یو لیک کې د افغانستان د ماموریت د غړو نومونه استولي‌ وو.‌ په لیک کې نوموړی د افغانستان دایمي استازی یاد شوی و او ملګري ملتونه یې لا هم د افغانستان استازی بولی.

شیئر کریں

Leave a comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *